ليکوال او ژورناليست خبره ده :
(( ان لاين د نورو رسنيو په پرتله يوۀ ژورناليست ته ډيره موقعې ورکوي چې د خبر بيلا بيل اړخونه وڅيړي او هر ليد لوری يې انځور کړي . د ځای د محدوديت نشتوالي انلاين ژورناليست ته واک ورکړی چې د خبر شامځکه يا بکګراونډ ښه روښانه کړي . ))
ان لاين ژورناليست د ورځپاڼې په څير متن ، د راډيو په څير غږ او د تلويزيون په څير فلم کارولی شي خو پريکړه يې دا ده چې کوم مطلب په کومه بڼه ښايي کارونکي ته ښه اوبشپړ وي .
د ان لاين برلاسي تر نورو هغو دا ده چې ژر تر ژره يو مطلب پرې خپريدلی شي .
ان يوه جمله هم کيدای شي چې د ان لاين ژورناليست لپاره پوره وي او تر لاندې وليکي چې نور جزييات ډير ژر پر همدې پاڼو خپريدونکي دي .
د کار له چټکتيا او د بيلا بيلو رسنيو له ډولونو ګټه اخيستل د اوس لپاره ښايي مهم توپيرونه وبولو .
خو د اينټرنيټ او کمپيوټر په ټيکنالوژۍ کې ورځ په ورځ بدلونونو ته په پام سره شک نشته چې د ان لاين ژورناليزم او د نورو دوديزو رسنيو تر منځ به توپيرونه لا ډيريږي .
د ان لاين په ليکلي مطلب کې کاريدونکی نثر له فني پلوه هغسې دی چې په راډيو ، تلويزيون او ورځپاڼه کې يې وينو.
خو ځينې شيان په ان لاين کې د نورو په پرتله په بل ډول وړاندې کيږي . د سارې په توګه د ورځو يادول ، د خت يادول او د شميرو ليکل په ان لاين کې له نورو سره توپير کوي .
علت يې هم دا دی چې ان لاين د نړۍ په لر وبر کې خلک ويني که موږ په لندن کې د شنبې ورځ يادوو په استراليا کې ښايي يکشنبې وي او په کلفورنيا کې لا د جمعې ورځ بشپړه شوې نه وي .
په همدې دليل غوره دا بلل شوي چې ورسره نېټه وليکو . په راډيو ، ورځپاڼې او تلويزيون کې دې ته اړتيا نشته .
د ان لاين د مطلب ليکلو لپاره دا هم غوره بلل شوي چې هره جمله له بلې په واټن کې بايد راشي .
په ورځپاڼه کې داسې نه وي . د ان لاين کاروونکو په برخه کې پلټنو او څيړنو دا ښوولې چې د کمپيوټر له شيشې څخه ګڼ متن لوستل اسانه نه دي .
دغه راز دا ورسره تړلې ده چې لوستونکی ځينې جملې ترې پريږدي . بنآ لکه په همدې متن کې چې يې وينئ ، هره جمله له بلې په واټن کې بايد راشي .
په ان لاين ژورناليزم کې وخت هم لکه د ورځې په څير بايد دقيق وليکل شي .
که چيرې موږ وايو چې په کندهار کې د شنبې په ورځ پر اته بجې فوټبال لوبه پيليږي ، نو زۀ چې په لندن کې ناست يم په دوو خبرو پوى نه شوم ، يو دا چې دغه اته بجې د سهار دي که د ماښام . په نوره نړۍ کې عمومآ لوبې ماښام کيږي .
د برېښنا په مټ لوبغالى څراغونو روښانه کړى وي . په کندهار کې ښايي برېښنا دومره نه وي ، لوبغالى يې هم شايد داسې څراغونه ونه لري .
بله خبره پکې دا ده چې ايا دا د کندهار وخت دى که د لندن وخت . غوره به دا وي چې دغه جمله داسې ووايو :
په کندهار کې به د شنبې په ورځ ( نېټه ) په ځايي وخت د ماښام په اته بجې فوټبال لوبه کيږي .
د شميرو په برخه کې هم د ان لاين استادان لارښوونه کوي چې په کلماتو بايد ونه ليکل شي بلکې په عدادو يې بايد وکاږو .
د بېلگې په توگه که وايو چې دوه زره اتم کال ، غوره به دا وي چې داسې يې وليکو : ٢٠٠٨ کال .
دليل دا ورته راوړل شوى چې په کلماتو ليکل شوې شميره گواکې وار له واره ذهن ته نه سپارل کيږي ، سترگې له عدد سره ښايي ډيرې بلدې وي .
دغه راز په يوۀ متن کې په کلماتو ليکل شوې شميره له ورايه نه ښکاري خو په عدد ليکل شوې شميره ښايي له ليرې وبريښي .
د راډيو او تلويزيون په پرتله په ان لاين ژورناليزم کې د نويو لغتونو کارول يو څه اسانه او ژر عاميدلی شي .
د ٢٠٠٤ کال په پای کې چې اندونيزيا ، هند او سرېلنکا په سمندر کې د شوې زلزلې له امله پاريدلو څپو وځپل دغوتوغياني شويوڅپو ته په جاپاني ژبه څونامي ويل کيدل چې نورو ژبو هم ورته کاراوۀ .
په پښتو کې مو هم نوی لغت نه لارۀ . شايد په لومړي ځل په راډيو کې د څونامي مانا په يوه جمله کې ويل شوې وي خو وروسته يوازې څونامي ويل کيدل .
ورځپاڼو او تلويزيونونو هم دې ته ورته کار کړی دی . اوس پښتو ژبې ژورناليستان په دې باور دي چې په څونامي باندې ټول پوهيږي .
که ونه هم پوهيږي هر وار د يوۀ لغت په درو جملو کې تشريح کول نه د راډيو د محدود وخت په توان کې دي او نه هم د ورځپاڼې کالمونه دغه کار غوره بولي .
په ان لاين کې شايد په لومړي ځل دغه توری تعريف شي خو ورسره د تيکنالوژۍ په مټ د ان لاين ژورناليست د څونامي لغت ځلولی يا روښانولى شي .
کارونکی که وغواړي نو دغه ځليدلی توری کېکاږلی شي . دغه ډول دی يوۀ قاموس ته او د قاموس هغې برخې ته تللی شي چې د څونامي بشپړه مانا او بيلګې پکې وويني .
دغه ډول کار په نورو برخو ، راډيو ، ورځپاڼې او تلويزيون کې ممکن نه دی . شايد همدا اسانتيا د ان لاين ژورناليست ته د ژبې په کارولو کې تر نورو رسنيو کار اسانه کړي .
سرټکي
د خبر يا رپوټ لپاره نوم يا سرټکی په راډيو او تلويزيون کې د اوريدونکي يا ليدونکي لپاره هغومره جوت نه وي لکه په ورځپاڼه او ان لاين ژورناليزم کې چې يې وينو .
په ورځپاڼه کې که د يوۀ مطلب لومړنی عنوان لوی وي ، که دوه يا درې نور تشريح کوونکي عنوانه هم ولري عيب نه دی . خو په ان لاين کې لومړنی عنوان يا هيډلاين يو او هغه هم خورا کوچنی بايد وي .
د محدوديت په سر يې بله ستونزه دا ده چې بايد په همدې لږو ټکو کې پوره مطلب suspense ځای شي او تلوسه يا
هم ولري چې ليدونکی يې پرانيستلو ته وهڅوي .
د ٢٠٠٧ کال د جولای په مياشت کې چې د سکاټلنډ د ګلاسګو پر هوايي ډګر د بريد په تور دوه کسان ونيول شول هغوی دواړه ډاکټران و .
وروسته له هغې پېښې سره د تړاو په تور نيول شوي شپږ نور کسان هم يا ډاکټران ول او يا يې هم له روغتيا سره په تړاو کار ردرلود . ځينو برتانوي رسنيو دغه خبر ته داسې سرټکی غوره کړی و :
د مرګ ډاکټران
په دغه سرټکي کې پټ طنز نغښتی و . ډاکټر د انسان د رغولو په هڅه کې وي له مرګه يې را ګرځوي خو دغو ډاکټرانو چې گواکې د انسانانو د وژلو نيت لارۀ د درملنې پر ځای د وژنې ډاکټران بلل شوي و .
په افغانستان کې چې کله وسله والو طالبانو واک ترلاسه کړ او پر تلويزيونونو باندې يې بنديز ولګاوۀ د بي بي سي د انګريزي وېبپاڼې عنوان داسې و :
Taliban TVban
په دغه عنوان کې يو ډول تجنيس وينو . ټي وي طبعآ تلويزيون ته وايي او بن په انګريزي کې بنديز دی خو طالبان هم په غوږ داسې لګيږي لکه ټي وي بن .
په دغو دواړو بیلګو کې دا وينو چې نه يوازې عنواين واړۀ دي ، بلکې مانا هم ورکوي ، پټ طنز پکې نغښتی دی او تلوسه هم پيدا کوي .
د سرټکي ليکلو لپاره ان لاين ژورناليست ته عمومآ دغه څو وړانديزونه کيږي :
١ : لنډ سرټکي ، د ان لاين کارونکو په باب سروې په ګوته کوي چې د ان لاين کارونکي لنډ خو ژر راکښونکي عنواين جلبولی شي . که سرټکي لوی وي او ژر جلبونکي نه وي ښايي ليدونکی اصلآ د مطلب د پرانيستلو هڅه ونه کړي .
٢ : دومره لنډ هم نه چې هيڅ مانا يا ارزښت ونه لري . له لنډ سرټکي څخه مطلب دا هم نه دی چې سرټکي بې مانا شي . د سارې په توګه (( د پېښور د پېشه ورو پېښه )) لنډ سرټکی دی ، تجنيس لري ، خندونکی دی ، تلوسه هم لري خو بشپړ يې نه شو بللی . دغه سرټکي دا نه وايي چې د څه شي پېښه او په څه شوې .
يا : (( کرزی په افغانستان کې )) دا هم بشپړ نه شو بللی . دا سرټکی ښايي دا مانا ورکړي چې ولسمشر کرزی په افغانستان کی دی . يا دا وي چې په افغانستان کې د دۀ واکمنۍ ته کتنه کوو .
د همدې دواړو مطالبو لپاره لنډ خو بشپړ عناوين ښايي داسې وي :
(( پېشه ورو په پېښور کې په اعتصاب پېښه وکړه)) دا عنوان بشپړ دی ، دلته بيا هم تجنيس شته ، خبره معلومه ده چې څه شوي دي او چيرې شوي دي .
دويم عنوان : کرزي وطن ته په ستنيدا بدلونونه اعلان کړل
دا عنوان هم بشپړ ، لنډ او مطلب رسونکی دی .
په ٢٠٠٧ کال کې چې د يوې هندي فلمي ستورې اشوارا رای د وادۀ خبر خپور شو نو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې د دې انځوريز خبر خپور کړ او داسې عنوان يې ورته وټاکۀ :
د پېغلو مشره يې وادۀ کړه .
دا عنوان ډير لنډ دی ، د پېغلو د مشرې په ويلو ډيره تلوسه پيدا شوې ، په عين حال کې پټ طنز هم پکې نغښتی دی . کيدای شي څوک ووايي چې د ستورې نوم نشته شايد بشپړ يې ونه بولو خو له دغه عنوان سره د اغلی رای عکس و چې د هغې په مټ يې بشپړ بللی شو .
٣: د اصلي مطلب کوچ خو په ډيرو جزيياتو کې بايد نه وي . د ان لاين ژورناليزم استادان د يوۀ ښه سرټکي يوه بله ښېګڼه په دې کې ويني چې د ټول مطلب کوچ يا خلاصه پکې نغښتل شوې وي .
خو د دې مانا دا نه ده چې دومره جزييات دې ولري چې لوستونکی د نور مطلب له لوستو راوګرځوي .
٤ : له کليشو بايد ځان وساتل شي . هره هغه خبره کليشه ده چې تکرار شي . که د طالبان ټيلې بن خبره په دويم ځل وشي تکرار ده ، که د پېشه ورو په پېښور کې پر اعتصاب پېښه وکړه بيا بيا ووايو خوند يې ځي .
٥: پېچلی يا ژر نه پوهيدونکی سرټکي دې نه وي . هغه عنوان چې لوستونکی ژر مطلب ته ونه رسوي په ان لاين کې بریالی نه دی .
د عکسونو شرح
د اينټرنيټ نړيوال جال نژدې ١٥٠ کاله تر هغه وروسته پيدا شو چې په کامرو باندې عکس اخيستل نه يوازې عام شوي و بلکې په ګن شمير کې د عکس چاپول هم دود و .
خو عکس او ژورناليزم خورا اوږده سابقه لري . په انګلستان کې د ١٩ پيړۍ ورځپاڼې د انګليس افغان جګړو عکسونه نه لرل خو د هغو انځورګرانو انځورونه يې خپرول چې کندهار ته يې استولي و .
د هغو انځورونو شرحې او اوس په اينټرنيټ د خپريدونکو عکسونوشرحه په اصولو کې سره توپير نه لري .
د بي بي سي د ان لاين ژورناليزم استادان وايي (( يو عکس د زرو تورو يا کلماتو ځای نيولی شي . ))
ښه عکس ښايي د زرو کيسو کيسه هم وکړي . خو دغه ټولې کيسې پر يوې خرابې شرحې بې خونده کيږي .
د عکس لپاره کمزورې شرح د ډيرو په ګومان هغه ده چې هغه څه ووايي چې عکس يې ليدونکي ته ورښکاروي .
د سارې په توګه که ولسمشر کرزی له ولسمشر بوش سره روغبړ کوي او تر لاندې ورته وليکل شي (( : ولسشمر کرزی له ولسمشر بوش سره روغبړ کوي )) دا طبعآ معلومه خبره ده او د ليدونکي پر معلوماتو څه نه ورزياتوي . په همدې دليل د عکس ليدونکي ته هم دغه ډول شرح ارزښت نه لري .
د عکس لپاره د يوې ښې شرحې په ځانګړتياو کې لنډوالی هم تل ياد شوی دی . اوږده شرحه په تيره بيا د ان لاين لپاره زړۀ تنګونکې بلل شوې ده .
ان لاين ژورناليست د ورځپاڼې ، راډيو او تلويزيون په پرتله ژر خبر خپرولی شي خو ډير کله عکس هغومره ژر نه ورسيږي لکه رپوټ او خبر چې ور رسيدلی وي
که د پېښور د پیشه ورو له اعتصابه د ان لاين ژورناليست خبر شي نو سملاسي ليکلی شي چې څه وشول ، چيرې وشول او ولې وشول خو عکس همدومره ژر نه شي موندلی ، او که يې وهم مومي تر هغو چې يې کچه يا سايز برابروي وخت پرې لګيږي .
وېبپاڼې عمومآ په داسې حالت کې زاړۀ عکسونه ، د سيمې نقشې او يا يو بل داسې څه کاروي چې د پېښور د اعتصاب يا کارګرو تصوير ليدونکي ته ورکړي .
که چيرې څوک د يوې بلې ورته پېښې عکس خپروي نو ژورناليستيک اخلاق دا يادونه غواړي چې ورسره وليکل شي (( د يوې پخوانۍ پېښې عکس وينئ ))
دا کار ټيکنالوژۍ د ان لاين ژورناليست لپاره خورا اسانه کړی دی . که چيرې په يوې وېبپاڼې کې پر عکس غشی يا کرسر کيږدئ نو د عکس په باب يو څه درته ليکي .
که چيرې د ولسمشر کرزي عکس وي او تاسو پرې غشی کيږدئ نو درته وبه ليکي چې ( کرزی يا ولسمشر حامد کرزی يا حامد کرزی ) دغه کار ټولې وېبپاڼې نه کوي خو که ويې کړي د يوۀ پخواني عکس يادونه په همدې ډول ښه کولی شي .
په ان لاين ژورناليزم کې ( انځوريز رپوټونه ) ( د ورځې عکس ) ( اوونۍ په عکسونو کې ) او دې ته ورته ځينې نورې برخې عامې شوي دي چې خورا ډير ليدونکي لري . دغه ډول پاڼې د عکسونو په مټ بشپړ رپوټ خپروي .
ان لاين ژورناليست له ټولو اسانتياو سره سره د ورځپاڼې ، راديو او تلويزيون په پرتله له سختې سيالۍ سره مخامخ دى .
که دى په ټيکنالوژۍ ځان پوه نه کړي ، له تجربو زده کړه ونه کړي ، د اينټرنيټ کاروونکي ته خپل مطلب په ښه توگه وړاندې نه کړي دا امکان ډير دى چې گاللې خواري به يې بريالۍ نه وي .
ورځپاڼه ، راډيو او تلويزيون ښايي په ځنډ وپوهيږي چې لوستونکي ، اوريدونکي او ليدونکي يې مخ په کميدو دي خو ان لاين ژورناليست د ټيکنالوژۍ په مټ هره شېبه دا معلومات تر لاسه کولى شي چې کاروونکي يې ډير شول که مخ يې ترې واړاوۀ .
په همدې دليل د ان لاين ژورناليست د خپلو نورو همکارانو په پرتله لا ډير کار او دقت ته اړتيا لري