مبارکی پیغام
تر هر څه د مخه، د افغانستان خواخوږی زوريدلي، کړيدلي اومظلوم ولس ته د لوی اختر مبارکی وړاندي کوم. خدای دي وکړی چی دا اختر د یوالې او سوکالۍ اختر وي.
سوله د انساني ټولنې تر ټولو لويه اړتیا ده،په سوله کې امن ثبات،نیکمرغي او بشري خرمت نغښتی دی.سو له ده چې انسان ته د انسان په څېر د ژوند موقع ورکوي، همدا سوله کولاشی چې دانسان پرمخ دسوکالۍ او نیکمرغۍ ټولې دروازې پرانيزي.که چېرې اوس موږ دنړۍ هيوادونو ته نظر وکړو،هغه هيوادوونه څې هلته سوله واکمنه ده د هغو هيو ادونو وکړي نن دژوند له ټولو اسانتیاوو څخه برخمن دي دوی په اقتصاد،طب،ښوونه رزنه،تکنالوژۍ او داسې نورو برخو کې دنړۍ په هغو هيوادونو واکمني کوي په کومو هغو کې چې سوله نشته
که دا خبره لږه واضح کړو نو هغه هېوادونه چې سوله پکې نشته تر ډيره يې ژوند دد غلامۍ د ژوند په تو ګه تيريږي.
تبعا چېرته چې سوله نه وي نو هلته به جنګ،جګړې دو وخشت تورې تيارې خورې او واکمنې وي، چې بيا په داسې حال کې د انسان سر،مال،ناموس،خاوره.... هیڅ هم نه وي خوندي له هرڅه سره يې لوبي کیږي بشري کرامت او انسانيت پکې تر پښو لاندې کيږي.
په جګړوکې زوی بې پلاره کيږي،پلار پکې بې زويه کيه کيږي.ميندې هميشه سهار دخپل زوی دقبر سرته په چیغو وهلو پېل وي خوندې د جکړو له امله بې وروره کيږي او ډيرې جونې د سپرې جکړې له امله د ناويتوب په جامو کې کونډې شی او ځوانان دخاورو لاندې کيږي.
هغه وخت چې په نړۍ کې د جالت تورې تيارې خورې وي، انسان ته د انسان د په تو ګه نه کتل کيدل د انسان هيڅ هم په امن کې نه و، نو الله ج خپل خووږ ص د سولې امن ا و وروولۍ به پیغام سره نړۍ ته را ووليږلو تر بشر د جهالت له تورو تيارو څخه وباسي چې بيا همداسې وشول، دحضرت محمد ص په راتګ د جهالت د تورو تيارو پرده ټوله او پر ځای يې د اسلام مبارک دين سپين او روښانه لمر را وښوت په کوم کې بشريت ته د سولې امن ورور ولې پيغامونه نغښتي وو. چې د عقل او پوهې خاوندانو ورته په ورين تندي لبيک وويلو.
د نړۍ د نورو داديانو په پرتله اسلام مبارک دين سولې او من ته ډیر ارزښت وړکړي، ځکه خو دکائناتو خالق په خپل عظميشان کې وايي (وصلح خير....)
همدا ډول دبشريت ستر لارښود هم تل سوله او امن خوښ کړي، چې موږ يې په زرګوو مثالونه د هغه مبارک په ژوند کې لرو
برچسب:
نویسنده: نوید باقری