خرید بک لینک

بې وطنه مسافر...
هغه ساعت شي را په زړه ستا په څنګل خوبونه
کله چې سر ته تـیږه ږدم او مسـافر ویده شـم
مورې! چي تا به هم زما په یاد کې داسي کول
بېګاه زه هم ډوډۍ ونه خورمه نهــر ویده شم
زه کور لرم ، خو دلته نه! هلته په خپل وطن کي
دلته په څېر د یو ملنګ د بل په در ویده شــم
هغه کوچنۍ خور مي چي غوښتې وه نانځکه رانه
په دې سوچو مي شپه سبا شي په سهر ویده شم
هغه ماشوم ورور به مي اوس هم یادوي او کنه
زه خو یي اوس هم په سوچونو کي اکثر ویده شم
دځوانۍخوب چې کله ستړی کړي"شیکن" خروټی
پښې را اوږدې کـړم د رملو په بســتر ویده شم

برچسب: وطنه,مسافر, نویسنده: نوید باقری تاريخ: سه شنبه 31 مرداد 1396 ساعت: 10:56

صفحه بندی