خرید بک لینک

د رنګونو له بازاره څه دې راوړل
راته ووایه له یاره څه دې راوړل
د لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړه
ته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړل
نن خو راشه یو څه ښکلې کیسې وکړه
د ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړل
ملنګان په انتظار درته ولاړ دي
د شاهانو له درباره څه دې راوړل
له مودو وروسته راپیښ شولې نېکمله
ته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل

برچسب: رنکونو,بازاره,راوړل, نویسنده: نوید باقری تاريخ: سه شنبه 31 مرداد 1396 ساعت: 10:56

صفحه بندی