خرید بک لینک

دښکلو ﻻس کی چی زړه مات شی سړی څه وکړی نو
شپه د اختر وی خو برات شی سړی څه وکړی نو

سر په زنگون ډوب په درياب د تړمو اوښو کی شی
د زړه په کورکی چی درد زيات شی سړی څه وکړی نو

ښکلی انکار له مينی وکــړی بدرنگ مينه نکړی
ذری ذری د چا جذبات شی سړی څه وکړی نو

پتری پتری کچکول تر څنګ کور د مجنون ته به ځی
بی وفائی ورته سوغات شی سړی څه وکـړی نو

د خوښی تمه خو هر څوک کوی له ښکلو ښکلو
چی د غمونو پری برسات شی سړی څه وکړی نو

تښتی به خود له نفرتو ځينی انجان غوندی نو
عشق ئی مذهب اوعشق ئی ذات شی سړی څه وکړی نو

برچسب: وکړی, نویسنده: نوید باقری تاريخ: سه شنبه 31 مرداد 1396 ساعت: 10:56

صفحه بندی