
د دې سيمې د نورو ښارونو په څېر، کابل د لرغونې تاريخ په پاڼو کې د بلخ او هرات په شان شهرت نه لرلو.دا د ختيځ لوري ته د حمله کوونکو او کډوالو په لاره کې د دمې ځاې و او داسې اټکل دې چې د برونزو په دوره کې خلکو دلته ژوند پېل کړو.د اريايانو په وېدي سندرو کې د “کوبها” (کابل) سيند هم ستايل شوې دې.په ځينو تاريخونو کې کابل د سانسکرت “کامبوج” نه راوتلې يو تورې گنل کېږي او هندي سرچينې واي چې دا کامبوج پوره و چې يونانيانو کابوره تلفظ کوو. د شنو ورشو گانو، گڼو ونو او د لويو ډنډونو سيمه وه چې په ژمي کې د ساېبېريا نه په کوچ مارغان پکې ايسارېدل. ” کول حشمت خان” د اوبو لوې ډنډ په غاړو به په وحشي بوټو کې مارغانو...
ادامه مطلب